د سينيټ او قامي اسمبلۍ لخوا په خېبرپښتونخواکښې د ايمرجنسي د نفاذ منطورۍ نه پس صدرمملکت آصف زرداري د پارليمان مشترکه اجلاس سبارابللې دې، مشترکه غونډه به سحر يوولس بجې شروع کيږي، چې پکښې به خېبرپښتونخوا کښې د ګورنر راج نفاذ توثيق کولې شي، بلخوا د ګورنر راج په اړه آئيني او پارليماني کاروائي به مخ په وړاندې بوتلې شي .
اسلام آباد: صدر مملکت آصف علي زرداري د پارليمنټ مشترکه اجلاس سبا سحر يوؤلس بجې پارليمنټ هاؤس کښې رابللې ده ۔
مشترکه اجلاس کښې به خېبر پښتونخوا کښې د ګورنر راج نفاذ توثيق لپاره منظوري اخستې شي، اجلاس کښې به اهم معاملې باندې غور کولې شي ۔
بلخوا د ګورنر راج په اړه آئيني او پارليماني کاروائي به مخ په وړاندې بوتلې شي، د پارليمنټ مشترکه غونډې کښې کېدونکې پرمختګ به د پام وړ وي ۔
ياده دې وي چې د سينيټ او قامي اسمبلۍ جدا جدا غونډو کښې په خېبر پښتونخوا کښې د ايمجنسي نفاذ منظوري ورکړې شوې ده، او د دې توثيق لپاره اوس د پارليمان شريکه ګونډۀ سبا رابللې شوې ۔

