جنوبي وزیرستان کښې سيکيورټي فورسز په وخت کاروائي کړې او څلور ترهه ګر ئې خپل انجام ته رسولي دي، آئي ايس پي آر وئيلي دي چې سيکيورټي پوسټ باندې د ترهه ګرو حمله ناکامه کړې شوې، او خودکش حمله آور پشمول څلور واړه حمله کونکي وژلي شويدي، سيکيورټي اهلکارو دترهه ګرو د بارودو نه ډک ګاډي هم تباه کړې ، او بزدلانه حمله ئې ناکامه کړې ده، په دې موقع ترهه ګرو سره انښته هم شوې، سيکيورټي فورسز ته هيڅ ځاني زيان نۀ دې رسيدلې ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بنيان مطابق سيکيورټي فورسز جنوبي وزيرستان کښې په وخت او موثره کاروائي کولو سره په چيک پوسټ د وسله والو حملې کوشش ناکامه کړېدې، کاروائۍ کښې خودکش حمله آور پشمول څلور ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو بارود نه ډک ګاډي تباه کړېدې، ګاډي کښې موجود خودکش حمله آور وژل شوېدې، چيک پوسټ ته نقصان نه دې رسېدلې ۔
آئي ايس پي آر زياته کړي چې وسله والو د چيک پوسټ سيکيورټي ماتولو کوشش کولو خو فورسز دغه مذموم عزائم ناکامه کړېدې، فورسز نور درې واړه ترهه ګر انتهائي مهارت سره وژلي دي، فورسز ته هيڅ نقصان زاني نه دې رسېدلې ۔
د پاک فوج ترجمان ترمخه په علاقه کښې موجود ترهه ګرو خاتمې لپاره کليئرنس آپريشن جاري دې، د ترهه ګرو مکمل خاتمې پورې به کاروائيانې جاري وي ۔

