پاکستان کښې جاري دري ملکي سيريز دوئم ميچ کښې پاکستان په اووۀ اتيا رنز انګلينډ ته شکست ورکړې، او سيريز کښې ئې مسلسل دوئم ميچ هم ګټلې دې، د قامي ټيم درې سوه، درې رنز هدف جواب کښې ميلمه ټيم په دوه سوه ،پنځلس رنز آؤټ شوې، پاکستان طرف نه عرفات منهاس شاندار بولنګ کړې او شپږ وکټې ئې په خپل نوم کړي ۔
پنډۍ کښې لوبيدلې د درې ملکي سيريز دوئم ميچ کښې پاکستان او بيټنګ کړې وو او مقرره اوورز کښې ئې نهه وکټو په زيان درې سوه، دوه رنز جوړ کړې وو ۔
پاکستان طرف نه حسن نواز شاندار نهه اوويا، عرفات منهاس نهه پنځوس، فهيم اشرف نهه ديرش، سعد بيګ پنځه ديرش او بابراعظم څلور ديرش رنز باندې آؤټ شوي وو ، انګلينډ طرف نه سوني بيکر درې وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې د انګلينډ ټول ټيم نهه ديرشم اوور کښې دوه سوه، پنځلس رنز باندې آؤټ شوې او په اووۀ اتيا رنز ئې ميچ بيللې دې ۔
انګلينډ لخوا ټولو نه زيات ټام بينټن اووۀ پنځوس او بين ډکټ پنځۀ څلويښت رنز باندې آؤټ شوي وو،پاکستان طرف نه عرفات منهاس شپږ، حارث رؤف دوه او نسيم شاه يو وکټ په خپل نوم کړې ۔
شاندار شپږ وکټې اخستو او نهه پنځوس رنز جوړولو سره آل راؤنډ کارکردګۍ باندې عرفات منهاس د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔

