د پي ټي آئي مشکلاتو کښې نوره اضافه شوي ،د انصاف او احتساب چغې سورې وهونکې پارټۍ اهم مشران د نيب په ريډار راغلي ، د پارټۍ باني نه پس علي امين ګنډا پور،مراد سعيد،اعظم سواتي او ډاکټر امجد علي خلاف دنيب مقدمې او انکوائرۍ شورو کيدو امکان دے،ذريعو ترمخه د نيب تحقيقاتو کښې مبينه بے نومه جائيدادونه،سرکاري منصوبو کښې بدعنواني او د آمدن نه سيوا اثاثې جوړولو تورونه شامل دي ۔
د معلوماتو مطابق د اکتوبر په اوولسمه نيټه د مخرور او اشتهاري ملزم مراد سعيد خلاف د مبينه بے نومه جائيدادونو، فرنټ مېن او کاروباري سرمايه کارۍ په اړه د نېب انکوائري شوې ده، په دې پلټنو کښې په سوات کښې د کال دوه زره شلم د زمکې اخيستلو او د آمدن د وسيلو رېکارډ هم شامل کړے شوے دے ۔
دغه شان د ستمبر په دوه ويشتمه علي امين ګنډاپور ته د نېب لخوا کال اپ نوټس لېږلے شوے او د هغه د اثاثو او مالي معاملو رېکارډ غوښتلے شوے دے ۔
بلخوا د جون په نولسمه دوه زره پنځه ويشتم کال کښې اعظم سواتي ته په اپر کوهستان کښې د دېرش اربو روپو نه د زياتې مبينه خردبرد په مقدمه کښې د نېب نوټس ورکړے شوے وو ۔
د معلوماتو ترمخه ، د اکتوبر په شلمه د ډاکټر امجد علي خلاف هم د آمدن نه د زياتو اثاثو او مبينه بدعنوانۍ په اړه د نېب انکوائري روانه ده، په دې لړ کښې پنځه کسان طلب کړے شوي دي ۔

