دخېبر ضلعي پوليس افسر سلیم عباس وئيلي چې مهک پرويز د ضم اضلاع په تاريخ کښې په اول ځل زنانه ايس ايچ اومقرر شويده ۔
ډي پي او ترمخه مهک پرويز د لنډيکوتل په مسيح تهانړۀ کښې ايس ايچ او تعينات کړې شويده ۔
سلیم عباس کلاچی مخکښې وئيلي چې زنانه ایس ایچ او د تعنیاتۍ مقصد د زنانؤ مسئلې په ګوته کول او بيا حل کول دي ۔
هغه زياته کړې چې مهک پرويز پشان قابلې افسرانې به د علاقې د زنانؤ مسئلې به ډېر په ښۀ ډول پورته کولې او حل کولې شي ۔
ډي پي او سليم عباس دا هم وئيلي چې د ضم ضلعو زنانؤ کښې د صلاحيتونو هيڅ کمې نيشته ۔
هغه وئيلي چې د ضم اضلاع په هر شعبو کښې زنانؤ ته د فرائضو د ادائيګۍ پوراپورا موقعې ورکولې کيږي