انګلينډ دوئم ټيسټ ميچ کښې هم پاکستان ته شکست ورکړې او د درې ميچونو سيريز کښې ئې دوه صفر سره فيصله کن برتري ترلاسه کړېده ، لارډز کښې لوبيدلې ميچ کښې د کوربه ټيم د درې سوه نهه اتيا رنز هدف تعاقب کښې د پاکستان ټيم يو سل څلور نوي رنز باندې آؤټ شوې او ميچ ئې بيللې دې،پاکستان طرف نه ټولو نه زيات سعود شکيل اووۀ نوي رنز جوړ کړي ۔
لارډ کرکټ سټيديم کښې لوبيدلې د درې ميچونو سيريز دوئم ميچ په څلورمه ورځ انګلينډ ګټې لپاره پاکستان ته د درې سوه، نهه اتيا رنز هدف ورکړې وو ۔
د پاکستان ټول ټيم يوسل څلور نوي رنز باندې آؤټ شوې او په يو سل ،څلور نوي رنز ئې ميچ بيللې، چې ورسره کوربه ټيم ته دوه صفر سره سيريز کښې دوه صفر سره برتري هم ترلاسه شويده ۔
پاکستان طرف نه ټولو نه زيات سعود شکيل اووۀ نوي، شان مسعود شپږ ويشت، علي عثمان شپاړس، آذان اويس شپږ، عبدالله شفيق صفر، کپتان بابراعظم شپږ، محمد رضوان يو، خرم شهزاد نهه، محمد علي اتۀ او محمد عباس ديارلس رنز جوړ کړي وو،انګلينډ طرف نه اولي رابنسن څلور او جوش ټنګ درې وکټې په خپل نوم کړي ۔
د انګلينډ ټيم اولني اننګز کښې دوه سوه، نوي رنز باندې آؤټ شوې وو، ولې قامي ټيم صرف يو سل ، لس رنز جوړ کړي وو ، د انګلينډ ټيم دوئم اننګز کښې دوه سوه، اتۀ رنز باندې آل آؤټ شوې وو، او پاکستان ته ئې د درې سوه، نهه اتيا رنز هدف ورکړې وو ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې قامي ټيم يو سل څلور نوي رنز باندې آؤټ شوې او ميچ ئې بيللې دې ۔

