د ايشياکپ رائزنګ سټارز دوئم سيمي فائنل کښې پاکستان په پنځۀ وکټو بنګله ديش ته ماتې ورکړې او د ايونټ فائنل ته ئې کواليفائي کړېده، قامي ټيم د بنګله ديش د دوه سوه، دري ديرش رنز هدف پنځۀ وکټو په زيان پورا کړې،او شاندار کاميابي ئې ترلاسه کړې،پاکستان طرف نه حسن نواز دوه شپيتۀ او شاه زيب خان پنځوس رنز جوړ کړي، د ايونټ فائنل کښې به اتوار په ورځ د پاکستان او سري لنکا ترمينځ دوحه کښې مقابله وي ۔
د قطر په سرښار دوحه کښې د رائزنګ سټارز ايشيا کپ سيمي فائنل ميچ د پاکستان شاهينز او بنګله دېش اے ترمينځ شوې چې پکښې پاکستان شاهينز په پنځۀ وکټوبنګله دېش اے ټيم ته ماتې ورکړې ۔
پاکستان شاهينز ته د کاميابۍ لپاره د دوه سوه درې دېرش رنز هدف ورکړې شوې وو، چې پاکستان ټيم په پنځه وکټو ترلاسه کولو سره د ايونټ فائنل ته هم کواليفائي خړيده ۔
د پاکستان لخوا حسن نواز دوه شپېۀ او شاه زېب خان پنځوس رنز جوړولو سره د ټيم په کاميابۍ کښې مهم کردار ادا کړې، فرحان يوسف شپږ څلوېښت رنز جوړ کړي او تر آخره ناټ آوټ پاتې شوې وو ، کپتان عبدالصمد څلور څلوېښت او شامل حسين څوارلس رنز جوړ کړي وو ۔
د بنګله ديش اے ټيم اول بيټنګ کړے وو او په ټاکلي شل اوورونو کښې ئې د اته لوبغاړو په زيان دوه سوه دوه دېرش رنزونه جوړ کړي وو، پاکستان طرف نه سفيان مقيم درې، علي رضا او حسن نواز دوه، دوه وکټې اخستې وې ۔
شاندار آل راؤنډ کارکدګۍ باندې حسن نواز د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولي شويدې، د رائزنګ سټارز ايشيا کپ فائنل به د اتوار په ورځ د پاکستان شاهينز او سري لنکا اے ترمينځ لوبيږي ۔

