د پاکستان، ترکيه او سعودي عرب دفاعي معاهدے په اړه د کميټۍ ړومبې اجلاس سباله استنبول کښې کيږي، اجلاس کښې ګډون لپاره نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ترکيه ښار استنبول ته رسېدلې،اجلاس کښې به درې واړو ملکونو دفاعي صلاحيت مضبوطولو په اړه غور کيږي،مشترکه دفاعي پيداوار سيوا کولو او ټيکنالوجې په حواله به امور باندې خبرې اترې کولې شي ۔
اسلام آباد: خارجه دفتر ترجمان مطابق نائب وزيراعظم اسحاق ډار استنبول ته رسېدلې دې چرته چې ډپټي چيف آف سټاف بريګيډيئر جنرل شينول وارول د هغه تود هرکلې کړېدې، په ايئرپورټ د پاکستان سفير يوسف جنيد،ترک خارجه وزارت چارواکي هم موجود وو ۔
بلخوا د پاکستان، ترکيه او سعودي عرب دفاعي معاهدے په اړه د کميټۍ ړومبې اجلاس سباله استنبول کښې کيږي، د مکه دفاعي لوظنامې کميټۍ وړومبې اجلاس کښې به پاکستان، ترکيه او سعودي عرب چارواکي ګډون کوي ۔
غونډې کښې به علاقائي سلامتيا او درې واړو ملکونو دفاعي صلاحيت مضبوط جوړولو په حواله غور کولې شي، مشترکه دفاعي پيداوار سيوا کولو او ټيکنالوجې په امورو به هم خبرې اترې کولې شي ۔
د خارجه دفتر ترجمان ترمخه پاکستان، ترکيه او سعودي عرب ترمينځ مکه مشترکه دفاعي معاهدے باندې په اوولسم اګست لاسليک شوې وو ۔

