سيکيورټي ذرائعو وئيلي دي چې پاکستاني فورسز د شمالي وزيرستان تحصيل ميران شاه کښې په يو کور کښې موجود ترهه ګرو باندې ډرون حمله کړې ده ۔
ذرائعو ترمخه حمله کښې څلور ترهه ګر وژلي شوي او درې ژوبل شويدي،د وژلي شوي ترهه ګرو نومونه رياض مهاجر، ضرار، نقيب الله او سرکاش دي ۔
وژلي شوي ترهه ګرو کښې د درې ترهه ګرو تعلق افغانستان سره ښودلې شوې، چې پکښې ضرار، نقيب الله او سرکاش شامل دي ۔
سرچينې وائي چې د حملې ورستو هم په شمالي وزيرستان کښې ډرون پروازونه کافي وخت پورې جاري وې ۔
واضحه دې وي چې دې نه وړاندې هم مختلفو کاروائيانو کښې افغاني ترهه ګر وژلې شوي، او طالبانو د هغوي مړي هم قبول کړيدي، د افغانستان خاوره پاکستان خلاف استعماليدو يو بل ثبوت مخې ته راغلې، او د پاکستان موقف يوځل بيا صحيح ثابت شو ۔