د ضلع کرم ډپټي کمشنر جاويد الله محسود تصديق کړې چې کرمه کښې دواړه ډلې د نور لس ورځو لپاره ډز بندې باندې رضا شوې او سبا نه به دواړه ډلې خپلې خپلې مورچې هم خالي کړي ۔
ډپټي کمشنر اووئيل چې کرمه کښې تير يوې هفتې راهسې جاري انښتو کښې لږ تر لږه اتيا کسان پحق رسيدلي او يو سل اتيا نه زيات ژوبل شويدي ۔
جاويد الله محسود مخکښې اووئيل چې دواړه فريقين سبانه په مورچو خالي کولو اتفاق کړې او سيمه کښې به سبا نه پوليس پشمول پاک فوج هم تعينات وي ۔
بلخوا د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور مشرۍ کښې مانسهره کښې د کرمي صورتحال په حواله مهمه غونډه شوې، غونډې ته د کرمې په تازه صورتحال تفصيلي بريفنګ ورکړې شويدې ۔
بريفنګ دوران وزيراعلیٰ ته وئيلي شوي چې کرمه کښې د مسئلې پرامنه حل لپاره د مذاکراتو عمل جاري دے،او د دواړو ډلو ترمينځه د لس ورځو لپاره ډز بندي شويده ۔
بريفنګ دوران دا هم وئيلي شوي چې سيمه کښې امن په ځائې ساتلو لپاره په ټولو اهمو مقاماتو د قانون نافذ کونکو ادارو دستې تعينات کړے شوي او سيمه کښې د شوو نقصاناتو ازالې لپاره تخمينه هم لګولې کيږي ۔
په دې موقعه وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور اووئيل چې په سيمه کښې دې دشخړو حل کولو لپاره مذاکراتو لار خپله کړے شي،او د شوي نقصاناتو رپورټ دې وړاندې کړے شي چې دا شان د هغو ازاله اوکړے شي ۔
وزيراعلیٰ اووئيل چې کرمه کښې پائيدار امن قيام د صوبائي حکومت اولنۍ ترجيح ده او د دې مقصد لپاره به ټول موجود وسائل پکار راوستلې شي ۔