لاهور: ذرائع وائي چې ګيري کرسټن د پي سي بي سره د اختلافاتو لوجې مستعفي شوې،د ډيرې مودې راهسې د هيډ کوچ ګيري کرسټن ګيله وه چې د اختياراتو نه بغير د کوچنګ ورکولو هيڅ فائده نشته ۔
د ذرائع مطابق که يو خوا ګيري کرسټن د ټيم د انتخاب په معامله کښې د هغۀ څخه د ووټنګ اختيار واپس اخستو په عمل هم سخت خفه وو،نو بلخوا هغه بطور هيډ کوچ د آسټريليا او زمبابوے لپاره په سکواډ باندې پوره هوم ورک کړے وو او چې بيا پي سي بي د سکواډز باره کښې کوم اعلان اوکړو په هغې باندې ورسره د ګيري کرسټن اتفاق نه وو ۔
بلخوا ذرائع دا هم وائي چې پي سي بي هم غوښتله چې ګيري کرسټن استعفي ورکړي ولې چې پي سي بي غواړي د وائټ بال لپاره د ټيم هيډ کوچ يو پاکستانے کوچ اولګوي ۔
ذرائعو دا هم وئيلي چې ګيري کرسټن د ټيم نورې عمله کښې د خپلې مرضې کسانو تعيناتي غوښته ولې پي سي دې دا په هيچ صورت نه منل ۔