د سپيکر اياز صادق مشرۍ کښې دقامي اسمبلۍ اجلاس ته وينا په وخت د جمعيت علما اسلام امير مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې خېبرپښتونخوا کښې د امن و امان صورتحال ډير خراب شوېدې ۔
مولانا فضل الرحمان اووئيل چې خېبرپښتونخوا کښې د امن د خراب صورتحال دا حال دې چې بعضي سکولونو او کالجونو کښې قامي ترانې نۀ وئيلي کيږې، او ملکي بيرغ هم نه اوچتيږو ۔
د جے يو آئي امير اووئيل چې ډي آئي خان او لکي مروت د وسله وال تنظيمونو په قبضه کښې دي، په داسې حالاتو کښې د يو موټې کيدو ضرورت دې ۔
هغه اووئيل چې سياستدانان دې بااختياره جوړ کړې شي، د سياسي جماعتونو وهميت ختمولې کيږې ، جمهوري نظام کښې د سياسي خلقو اهميت نشي ختميدے،سياسي پارټۍ ملک لپاره غير ضروري ګڼل به بے وقوفي وي ۔
مولانا فضل الرحمان مخکښې اووئيل چې داسې صورتحال کښې مونږ له قدم پوره کول پکار دي، مونږ به جنګيږو، نيوکې به کوؤ،د اپوزيشن کردار به ادا کوؤ، او ملک ته زمونږ ضرورت شو ،نو هر وخت به خپل کردار ادا کوؤ ۔
د جے يو آئي امير زياته کړې چې ګراني سيوا کيږي، خلقو ته روزګار نه ميلاويږي، پي ډبليو ډي او يوټيليټي سټورونه ختمولې کيږې،مونږ به داسې قوانين دې ايوان کښې مسترد کوؤ۔
هغه دا هم اووئيل چې د داسې حالاتو کتو نه پس سردار اختر مينګل استعفیٰ ورکړېده، دا ايوان د ګډ وډې ښکار دې، مونږ ټول دې ايوان کښې د ملک او قام خدمت لپاره کښينو۔