پيښور: د کرمې ضلعې په موجوده صورتحال د اعلیٰ پائې غونډه شوې چې پکښې مشير اطلات بيرسټر سيف ، چيف سيکريټري خېبرپښتونخوا، آئي جي پوليس او نور متعلقه اعلیٰ چارواکو ګډون کړېدې ۔
د کرم په صورتحال شوې دغه مهمه غونډۀ کښې فيصله شوې چې کرمه کښې به شرخوښو خلاف سخته کاروائي کولې شي، او دې کښې به هي ترفيق نۀ کيږي ۔
د خېبرپښتونخؤا حکومت ترجمان بيرسټر سيف وئيلي دي چې رياست پرامن خلقو سره ولاړ دې، شرخوښي به خپل انجام ته رسولې شي، د کرمې په متاثره سيمو کښې شرخوښو خلاف کاروائي اوس ډيره ضروري شويده ۔
ترجمان اووئيل چې حکومے انديښمن دې چې امن خوښي خلقو کښې شرخوښي هم شامل شويدي، او هغوي خلاف کاروائي لازمي ده، پرامن خلق د زيان نه بچ کيدو لپاره به شرخوښي جدا کولې شي او بيا به هغوي خلاف کاروائي کيږي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې د متاثره علاقو اولس لپاره د رهائش بهترين انتظامات کړې شويدي ،حکومت دواړه فريق ته خواست کوي چې شرخوښې دې د خپل مينځ څخه لرې کړي ۔