مقامي پوليس چارواکو وئيلي چې ډيره اسماعيل خان کښې د درې کسانو مړې موندلې شوي، څوک چې په ډزو ويشتلې شويدي ۔
د مقامي پوليسو مطابق درې واړه مړي د ډي آئي خان يارک تهاڼې حدود مرحبا کالونۍ څخه ميلاؤ شويدي ۔
پوليس چارواکو ترمخه وژلي شوي کسانو تعلق د کالعدم ټي ټي پي سره دې ،چې پکښې د دوه کسانو تعلق د بنو او يو ډي آئي خان سره ښودلې شويدې ۔
پوليس زياتوي چي دريواړه ترهه ګر په ډزو ويشتل شوي او د مړو خوا نه وسله هم ترلاسه شوي ۔
مقامي سرچيني وائي چې ترهه ګر سره د وسلي په لاس علاقه کښې ګرځيدل او نامعلومه کسانو وژلي دي ۔