فيلډمارشل سيدعاصم منير وئيلي دي چې پاک فوج د دښمن انټيلي جنس ايجنسوسازشونوڅخه مکمل خبر دې، د پولې بل اړخ نه کيدونکې ترهه ګري به درياست پوره قوت سره ختمولې شي،آئي ايس پي آرمطابق ډيفنس يونيورسټۍ کښې افسرانوته ويناپر مهال فيلډمارشل وئيلي چې د پاکستان امن او خوشحالۍ ته نقصان رسولو اجازت به هيچا ته ورنکړو،د ترهه ګرو سهولت کارو به مکمل خاتمه کولې شي،جنګونه بيان بازۍ يا سياسي نعرو سره نه، بلکه ايمان، اتحاد او نظم و ضبط سره ګټلې کيږي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې فيلډ مارشل سيد عاصم منير اسلام آباد کښې د نيشنل ډيفنس يونيورسټي دوره کړې او نيشنل سيکيورټي اينډ وار کورس ګريجويټ افسرانو ته ئې خطاب هم کړې دې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې کورس کښې درې واړه مسلح افواج افسران شريک وو، فيلډ مارشل د جنګ بدليدونکې نوعيت باندې رڼا اچولې ده، ولې د مسلح فوج په صلاحيتونو، لوړې حوصلې او آپريشنل په تيارو ئې د اعتماد اظهار کړېدې ۔
په دې موقع افسرانو ته خطاب کښې فيلډ مارشل اووئيل چې اين ډي يو په شان ادارې د مستقبل عسکري او سول مشران د هائبرډ خطراتو مقابله کولو لپاره تياروي، د دښمن ايجنسو په مشرۍ کښې کار کونکي پراکسي عناصرو به ټول کوششونه ناکامه کيږي، د پولې بلې غاړې نه کيدونکي ترهه ګري به رياست پوره قوت سره ختمولې شي ۔
فيلډ مارشل اووئيل چې مسلح فوج د دښمن انټيلي جنس ايجنسو نه مکمل خبر دې، پراکسي عناصرو ته به د پاکستان امن او خوشحالې ته نقصان رسولو اجازت ورنکړو، فوج به قام مرستې سره دغه پراکسي عناصرو ټهکانو خاتمه يقيني جوړوي، ولې د ترهه ګرو سهولت کارانو به مکمل خاتمه کولې شي ۔
فيلډ مارشل زياته کړې چې کړکيچن سټريټجک چينلجونو مخنيوې لپاره سټريټجک بصيرت او اداره جاتي پيشه ورانه مهارت بنيادي اهميت لري، جنګونه بيان بازۍ يا سياسي نعرو سره نه، بلکه ايمان، اتحاد او نظم و ضبط سره ګټلې کيږي ۔

