د شارجه نه کراچۍ ته راتلونکي د نجي کمپنۍ کارګو جهاز ملبه ميلاؤ شويده، د طيارے ملبه بلوچستان اورماړه ساحل کښې درې پنځوس ناټيکل ميل جنوب کښې ميلاؤ شوې،پاک بحريه او پاکستان ميري ټائم سيکيورټي دولس ګهنټو نه زيات وخت پورې جاري آپريشن دوران د جهاز ملبه موندلې،د عملې غړو لټون لپاره ريسکيوکاروائيانې جاري دي،دبحريه،فضائيه او نورو ادارو ځواکونه ريسکيو آپريشن کښې برخه اخلي ۔
کارګو طياره په شارجه کښې د مرمت نه وروستو واپس راتله چې شارجه نه د کراچۍ سفر کولو دوران د پاکستان په ساحلي حدود کښې بے درکه شوې وه ، او اوس ئې ملبه موندلې شوې او او د جهاز د عملي غړو لټون لپاره سرچ اينډ ريسکيو آپريشن دوام لري ۔
پاکستاني چارواکو مطابق د تيره شپه يويشت منټ د پاسه نهه بجې په ريډار باندې طياره تيزۍ سره لاندې راتلو دوران ليدلې شوې وه، او د دې رخ بدليدل هم ليدلي شوي وو ۔
د هغې وروستو کراچۍ نه خواؤشا يو سل پينځۀ پنځوس ناټيکل ميل په مغرب کښې د طيارے ريډار نه او مواصلاتي نظام نه رابطه منقطع شوې وه ،د پاکستاني بحريه مطابق د لټون په عمل کښې نيوي پشمول نورو ادارو هم برخه اخستې ۔
ترجمان وئيلي دي چې بحريه جهاز پي اين ايس ذوالفقار،پي اين ايس حنين او اے ټي آر طياره سرچ اينډ ريسکيو آپريشن کښې شامل وو ۔
بلخوا د پاک فوج شعبه تعلقات عامه مطابق ريسکيو آپريشن کښې پاک فضائيه هم برخه اخستې او د عملې لټوني عمل لاهم جاري دې ۔

