د کرکټ مينه والو نور انتظار ختم، د آئي سي سي ورلډکپ تر ټولو لوئي ايونټ څلور کاله پس نن نه په بهارت کښې شروع کيږي، د ځلېدونکې ټرافې ترلاسه کولو لپاره به لس بهترين ټيمونو ترمينځه مقابله وي، د ټورنامنټ افتتاحي ميچ به احمد آباد کښې انګلينډ او نيوزي لينډ ترمينځه ماسپښين يونيمه بجه شروع کيږي، پاکستان به خپل وړومبې ميچ صباله د نيدر لينډز خلاف لوبوي۔
کرکټ مينه والو چې کوم بې صبرې سره انتظار کولو اخېر کار هغه شيبه راغله، د آئي سي سي کرکټ ورلډکپ دوه زره درې ويشتم لوئي ايونټ نن نه بهارت کښې شروع کيږي، د ټورنامنټ افتتاحي ميچ به دفاعي چيمپئن انګلينډ او نيوزي لينډ ترمينځه د احمد آباد مودي اسټيډيم کښې لوبيږي۔
افتتاحي ميچ به ماسپښين يونيمه بجه شروع کږي۔
د ځلېدونکې ټرافې ترلاسه کولو لپاره به لس بهترين ټيمونو ترمينځه مقابله وي، ايونټ کښې شريک ټيمونه به يو بل خلاف پينځه څلويښت ليګ ميچونه لوبوي، د ورلډ کپ فائنل ميچ به په نورلسم نومبر احمد آباد کښې لوبولې شي
ورلډ کپ کښې به پاکستان به خپل وړومبې ميچ صباله د نيدر لينډز خلاف لوبوي۔