اسلام آباد کښې مجوزه آئيني تراميم باندې مشاورت لپاري د قامي اسمبلي خصوصي کميټي اجلاس شوې،اجلاس دوران د سياسي جماعتونو ترمينځ اتفاق نۀ دې شوې چې لوجې ئې اجلاس سبا دوباره رابللې شويدې ۔
د پيپلز پارټي رهنما خورشيد شاه په مشرې کښي اجلاس شوې کوم کښي چې پيپلز پارټي چيئرمين بلاول بهټو،قانون وزير اعظم ڼذير تارډ،بيرسټر ګوهر، جے يو آئي سربراه مولانا فضل الرحمان او نورو متعلقه مشرانو شرکت کړېدې ۔
اجلاس کښې جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان او چيئرمين پي ټي آئي بيرسټر ګوهر خپلې مسودې نۀ دي پيش کړې چې لوجې ئې اجلاس بغير د نتيجې ختم شوې او سياسي مشرانو ترمينځ ډيډلاک برقرار پاتې شويدې ۔
جے يو آئي سربراه مولانا فضل الرحمان صحافيانو سره خبرو کښي اووئيل چې وفاقي حکومت اجلاس کښې آئيني تراميم په اړۀ خپله مسوده پيش کړېده، د اتفاق رائے پيدا کولو کوشش به کولې شي، ولې اوسه پورې دا نشو وئيلي چې اتفاق رائے به کله پورې اوشي ۔
دپيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو وئيلي دي چې ټول سياسي پارټو په آئيني تراميم باندې اتفاق پکار دې،د پارليمنټ او جمهوريت د بالادستي لپاره يو مهم قانون دے او په دې كښې د يو مخصوص تن د د فائدې خيال نيشته بلکه د ټول ملک په ګټه دې ۔
وزير قانون اعظم نذېر تارړ اووئيل چې مونږ خپله مسوده اجلاس ته وړاندې کړې، دا هاغه مسوده ده ، کومه کښې چې د آۍيني عدالت قائمولو خبره شامل ده ۔
وزير قانون مطابق دې مسوده کښې وئيلي شوي چې د ججانو تقرري به څنګه کيږي، احتساب به ئې څنګه کولې شي، کوم ججز چې کار نۀ کوي هغوي خلاف يو قانون پکار دې، دا ټول څيزونه مو کميټۍ کښې پيش کړېدي ۔