اسلام آباد: صدر مملکت آصف علي زرداري ،وزيراعظم شهبازشريف او نورو سياسي او مذهبي جماعتونو مشرانو په بنو کښې په سکيورټې چيک پوسټ د حملو سخته غندنه کړې،او ملک نه د ترهه ګرۍ لعنت مکمل خاتمې عزم اعاده ئې کړيده ۔
صدر مملکت آصف علي زرداري بنو کښې د ترهه ګرو حمله کښې د دولس ځوانانو په مړينه د افسوس اظهار کړې، او د وطن دفاع لپاره د خپل سر قربانې ورکونکو د پاک فوج ځوانانو ته خراج عقيدت پيش کړېدي ۔
صدر مملکت وئيلي چې ټول قام د خپل وطن سلامتي لپاره قربانې ورکونکو ته سلام پيش کوي ۔
بلخوا وزيراعظم شهبازشريف هم په ضلع بنو کښې د سکيورټې فورسز او فرنټيئر کانسټيبلري ځوانانو په مړېنه د خفګان اظهار کړيدې ۔
وزيراعظم وئيلي چې قام به تل پاک فوج ځوانانو قربانې ياد ساتي ، سکيورټې فورسز نښتې دوران شپږ ترهه ګر هم وژلې دي،ملک کښې به ترهګرو مکمل خاتمې پورې جنګ جاري وي ۔
دې تر څنګ د نورو سياسي او مذهبي جماعتونو قائدينو او مشرانو هم د بنو حملې په سختو ټکو خښې غندنه کړې ده ۔