ډيره اسماعيل خان کښې اغوا کيدو نه پس د رهائۍ ورستو د ليفټيننټ کرنل خالد امير ويډيو بيان مخې ته راغلې دې ۔
کرنل خالد دغه ويډېو کښې د خپلې اغوا تفصيل بيان کړې، د خپل اغواکارو طرز عمل په اړه ئې اهم انکشافات کړيدي ۔
هغه د خپلې رهائۍ لپاره کوششونه کولو باندې د قبائلي مشرانو او سپين روبو شکريه هم ادا کړې ۔
ليفټيننټ کرنل خالد امير وئيلي چې اغوا کارو زما نه په زبردستۍ بيان اخستې دې ۔
هغه مخکښې وئيلي چې پاک فوج په حقه دې او د ملک دفاع لپاره رشتونې جهاد کوي ۔