وزيراعلیٰ خېبر پښتونخوا علي امين ګنډاپور په څلورم اکتوبر اسلام آبادکښې اعلان شوې احتجاج متعلق بيان جاري کړې دې ۔
علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې وفاقي حکومت او اتحاديان مونږ جمهوري حق نه منع کوي دا حق به مونږ ضرور استعمالوو ، اولس د دوي دغه کارونو ته غلط وائي، دوي د آئيني ترميم په نوم پي ټي آئي کمزوري کولو هڅي کوي ۔
وزيراعلیٰ مخکښې اووئيل چې مونږ جنګ نه غواړو پوليس والا هم زمونږ وروڼه دي، د دوي نقصان زمونږ نقصان دے، موجوده وفاقي حکومت زمونږ لاره ايسارولو لپاره قسما قسم حربۍ استعمالوي ۔
علي امين ګنډاپور زياته کړې چې تير ځل مشينري د قافلو شاته وه،دا ځل به مشينري وړاندې ساتو تر هغي به لاري کولاوهو چې تر څو ډي چوک ته اونه رسو ۔
وزيراعلیٰ دا هم اووئيل چې په دې کې څو ورځي هم لګيدې شي،قافلې به يوولس بجې د پيښور او دولس بجې د صوابۍ نه اوځي او هر صورت کښې ځان د اسلام آباد ډي چوک ته رسولې شي ۔