پيښور: دخيبرپښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور دپوليسو اؤ ريسکيو په گډون دهغو صوبايي ملازمينو کورنيو ته دوړانديزونو ورکولو فيصله کړې ده کوم چې په ډيوټي کې شهيدان شوي دي.
دا پريکړه د وزيراعلي په مشرۍ کښې د هاؤسنګ ډيپارټمنټ د يوې غونډې په مهال وشوه چې پکښې د هغه خاص مرستيال، د هاؤسنګ سيکرټري، ډائريکټر جنرل پي ايچ اے (صوبائي هاؤسنګ اتهارټي) او نورو اعلي چارواکو ګډون اوکړو۔ په غونډه كښې د پاكستاني پوځ او اېف سي (فرنټئير کانسټبلري) شهيدانو ورثاؤ ته د پلاټونو د وركولو پرېكړه هم وشوه۔
په دې اړه وزيراعلي علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې د پلاټونو الاټ کولو کار به په حکومتي هاؤسنګ سکيمونو کښې موجود 500 پلاټونو سره شروع کيږي او د شهيدانو وارثانو ته د پلاټونو ورکولو مقصد د هغوي خاندانونو ته اقتصادي مرسته ورکول دي۔ ده ووئيل زمونږ د باامنه مستقبل لپاره د شهيدانو قربانۍ په هيڅ صورت نه شي ادا كولې۔ وزيراعلي په هنګو، نوشهره، پيښور، سوات او ايبټ اباد کې د شهيدانو کورنيو ته د پلاټونو د ورکړې لړۍ چټکه کړه.