چمن بارډر جاري پرلت په درې ديرشمه ورځ هم جارې ده ،،مظاهرين د ون ډاکومنټ فيصلے خلاف په خپل مطالبه کلک ولاړ دي، دهرنے شرکا نن په دريمه ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځه تجارت معطل ساتلے، بلخوا د مظاهرينو يو وفد اسلام آباد کې هم د مذاکرات لپاره موجود دے.
په باب دوستي باندي د افغانستان او پاکستان ترمنځه تګ راتګ لپاره پاسپورټ فيصلے خلاف پرلت نن په دري ديرشمه ورځ هم جارې،
مظاهرين وائي چي د حکومت پاکستان لخوا د پاسپورټ او ويزے فيصله مونږ ته نامنظوره ده، حکومت دي خپله فيصله واپس واخلي ،،دهرنے شرکا لخوا د پاکستان او افغانستان ترمنځه تجارت نن دريمه په ورځ هم معطل کړي شويدي
بارډر دواړه اړخو ته د ګاړو اوږده اوږده قطارونه اودريدلي دي مظاهرين وائي که زمونږ مذاکرات اونه منلے شو نو مونږ د افغان کډوالو واپسۍ لار هم ساتو
بلخوا د مظاهرينو يو وفد مذاکرات لپارهاسلام آباد ته ته تلے.