پیښور هائيکورټ د بشریٰ بی بی لخوا جمع شوے استثنیٰ درخواست منظور کړی او ورته ئې د جنورۍ شپاړسمی نیټې پوری حفاظتی ضمانت ورکړی
د پیښور هائيکورټ جسټس صاحبزاده اسدالله او جسټس وقار احمد باندی مشتمل دوه کسیزه بنچ د بشریٰ بی بی بی لخوانه دائر کړی شوې دوه رټ پټیشن سماعت کړی۔
د هغی وکیل عالم خان ادینزئی عدالت ته وئیلی چې د بشریٰ بی بی دوه کیسونو سماعت اډیاله جیل کښې شوے ځکه نن عدالت ته نن نه شی وړاندې کیدی د هغی د استثنی لپاره درخواست دائر کړی شوې، په دی د پیښور هائيکورټ استثنیٰ درخواست منظور کړی او ورته ئې د شپاړسمی نیټې پوری حفاظتی ضمانت ورکړی۔