د بلوچستان په کچلاک سیمه کښې د پوليس په ګاډي بمي چاودنه شوې چې لوجې ئې د پوليس ګاډې مکمل تباه شويدې ۔
پوليس وئيلي چې چاودنه کښې دوه پوليس اهلکاران شهيدان او يو ژوبل شويدي ۔
شهيد شوي پوليس اهلکارانو کښې اے ايس آئي زين او کانسټيبل طاهر علي شامل دي ۔
د پوليس د ګاډي ډرائيو چاودنه کښې سخت ژوبل شوې او هسپتال ته منتقل خړې شويدې ۔
پوليس مخکښې وئيلي چې په زيارت روډ باندې د زميندار هوټل کچلاک سره نيزدې د پوليس موبائل وين د ريموټ کنټرول بم باندې په نښه کړې شوې وو۔
بلخوا د بلوچستان وزيراعلیٰ سرفراز بګټي د پوليسو په ګاډي د چاودنې سخته غندنه کړې او د پېښې د پلټنو حکم کولو سره د پيښې رپورټ ئې هم غوښتې دې ۔