کوئټه کښې بلوچستان بار ايسوسي ايشن ته وينا په وخت د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول وئيلي چې افتخارچودهري،اشفاق پرويز کياني او شجاع پاشا ذاتي ګټو لپاره محاذ جوړ کړې وو ۔
بلاول بهټو اووئيل چې عدليې هميشه په پارليمنټ حمله کړې، مونږ نولس سوه دري اوويايم آئين د ميثاق جمهوريت په ذريعه بحال کړې وو،د موجوده انصاف نظام کښې به اصلاحات هم باهمي صلاح مشورو سره کوؤ .
بلاول بهټو زرداري اووئيل چې د بلوچستان وکيلانو د آمريت په دور کښې لوئي کردار ادا کړېدې ، د اګسټ د اتمي نېټي پېښې ملک اړي ګړې سره مخ کړېدې ۔
د پيپلز پارټۍ چيئرمين اووئيل چې کوم سياستدان او وکيلان قانون او آئين نه مني ، هغوي ته د سياست کولو هيڅ ضرورت نيشته، هغوي دې سياست پريږدي ۔
بلاول مخکښې اووئيل چې هغه وکیلان چې نن غټې غټې خبري کوي ، هېڅ پوهه نه لري ،ذوالفقار علي بهټوته د جمهوريت له امله پهانسي ورکړې شوې وه ۔
هغه زياته کړې چې بي بي شهيد د جمهورېت د بحالۍ لپاره په پنځوس ډګري سنټي ګرېډ کې د جېل په سختو کښې تير کړي او ما خپل پلار دولس نيم کاله د قيد په سختو کښې ليدلې دې ۔
بلاول بهټو اووئيل چې د افتخار چودهري د ذهنیت عدالت ته د آئيني ترميم اجازت ورکړې وو ۔