سوات ملم جبه کښې د سفيرانو قافله باندې دحملې وروستو ډي آئي جي ملاکنډ محمد علي ګنډاپور او ډي پي او سوات زاهد الله د خپلو عهدو نه لرې کړې شويدي ۔
پوليس چارواکو مطابق دواړو پوليس افسرانو ته سي پي او پيښور ته درپورټ کولو هدايات شويدي ۔
عهدو نه لرې کړې شوې دغه افسرانو په ځائې عرفان الله خان ډي آئي جي ملاکنډ او ايس پي انوسټي ګيشن بادشاه حضرت قائمقام ډي پي او سوات لګولې شويدي ۔
دا تبادلے په داسې حال کښې شوي چې څلور ورځې وړاندې د سوات مالم جبې په سړک باندې هغه وخت چاودنه شوې وه کله چې د سفيرانو قافله مالم جبې ته روانه وه،په دے چاودنه کښې يو پوليس اهلکار شهيد شوے وو او درې نور ژوبل شوي وو ۔
ورستو د چاودنې د سوات چيمبر آف کامرس صدر راحت علي د کمشنر ملاکنډ،ډي آئي جي ملاکنډ او ډي پي او سوات د لرې کولو غوښتنه کړې وه او دا مطالبه ئې هم کړې وه چې د چاودنې إ تحقيقاتو لپاره دې کميشن جوړ کړې شي ۔