پاک فوج دهائپر سونک بېلسټک فتح ټوزيات شوي رينج ميزائل کاميابه تجربه کړيده،د پاک فوج تعلقات عامه شعبې ترمخه دا ميزائل جديد نېوي ګيشن نظام او جديد ترين ايوي يانکس سره خپل هدفونه انتهائي درستګۍ سره په نښه کولو صلاحيت لري، صدرِ مملکت، وزيراعظم، چيف آف ډيفنس فورسز اوسروسز چيفس د ميزائل په کاميابه آزمائنه سائنسدانانواو انجينئرز ته اومبارکي ورکړې ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د فتح ټو ميزائل د خپلې لارې او سمت بدلولو خصوصيت لري ۔
آئي ايس پي آر مطابق د فتح ټو ميزائل رينج زياتېدو سره به د پاک فوج آپريشنل رسائي او لرې هدفونه په نښه کولو صلاحيت نور هم زيات شي ۔
آئي اېس پي آر وئيلي چې دا ميزائل د دښمن ميزائل دفاعي نظام د ناکامه کولو صلاحيت هم لري ،د آرمي راکټ فورس کمانډ کمانډر،د پاک فوج اعلیٰ افسرانو، سائنسدانانو او انجينئرانو د تجربې مشاهده کړې ده ۔
بلخوا صدرِ مملکت، وزيراعظم، چيف آف ډيفنس فورسز او سروسز چيفس د ميزائل په کاميابه آزمائنه سائنسدانانو او انجينئرانو ته اومبارکي ورکړې ده ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې ترجمان زياته کړې چې د آرمي راکټ فورس کمانډ کمانډر هم د سائنسدانانو او انجينئرانو هڅې او تکنيکي مهارتونه ستائلي دي ۔

