سپريم کورټ کښې د آرټيکل 63 اے نظرثانۍ کيس سماعت دوران چيف جسټس وئيلي دي چې ووټنګ خو کيږي ،دې لپاره چې هغه اوشميرلې شي، مونږ چا ته دا نشو وئيلي چې تۀ بے ضميره ئې ، د چا د ضمير معلومول يو مشکل کار دے ۔
چيف جسټس وئيلي چې کوم خلق پارټيانې بدلوي، هغوي باضميره اوګنړو يا نه؟
چيف جسټس وئيلي چي په صدارتي ريفرنس باندي د سپريم کورټ په رائے که صدر لخوا عمل نۀ کيږي،نو د هغه خلاف توهين عدالت کاروائي نيشي کيدې ۔
چيف جسټس اووئيل چې جسټس منيب اختر ته سماعت کښې شرکت لپاره درخواست ليږلې شوې وو، د هغه پوزيشن برقرار دے، بلخوا جسټس منصور علي شاه ججز کميټۍ اجلاس کښې شرکت نه انکار کړېدې ۔
چيف جسټس مطابق د جسټس منصور علي شاه انتظار مو کړې ولې د هغه د انکار روستو زمونږ سره بله لاره نۀ وه پاتې شوې، نۀ غواړو چه نورججان ډسټرب کړي شي ، ځکه جسټس نعيم افغان نوې لارجر بنچ کښې شامل کړې شوې ۔
سماعت دوران د پي ټي آئي وکيل علي ظفر په بنچ باندې اعتراض پورته کړې وو، ولې چيف جسټس د هغۀ دغه اعتراض رد کړې دې ، او عدالت د مقدمې نور سماعت سبا پورې ځنډولې دې ۔