پېښور – د خیبر پښتونخوا د ۲۷ کسانو لخوا، چې د نهم مئی پېښو په تور د ملټري کورټس لخوا سزا شوي، د خپلو سزاګانو په ضد اپیلونه دائر شوي دي.
په اپیلونو کې غوښتنه شوې چې د ملټري کورټس لخوا ورکړل شوې سزاګانې دې کالعدم وګرځول شي، ځکه چې دا سزاګانې غیر قانوني او غیر آئیني ګڼل شوې دي. اپیل کوونکو دریځ خپل کړی چې د ملټري کورټس لخوا د جنورۍ په څلورمه نېټه د دوی پر ضد اورول شوې سزاګانې د عدالتي اصولو خلاف دي.
په اپیلونو کې دا هم ویل شوي چې د محاکمې په مهال د قانوني تقاضو خیال نه دی ساتل شوی، ملزمانو ته د شاهدانو بیان د اورولو، د خپلې دفاع لپاره د وکیل ټاکلو او د صفایي وړاندې کولو موقع نه ده ورکړل شوې. د دوی په وینا، د ملټري کورټس لخوا شوی ټرائل د انصاف په بنیاد نه دی ولاړ.
اپیل کوونکو دا هم استدعا کړی چې د ملټري کورټس سره د سویلین وګړو د محاکمه کولو اختیار نشته، ځکه نو د دوی د سزاګانو خلاف دا اپیلونه دائر شوي دي.
په اپیلونو کې د عدالت نه غوښتنه شوې چې سزا شوی کسان دې خوشي شي.