پيټروليم ډيلرز ايسوسي اسيشن د پنځمې جولائي نه ټول ملک کښي د پيټرول پمپونو بندولو اعلان کړي،دا اعلان د پيټروليم ډيلرانو لخوا حکومت سره د مزاکراتو ناکامۍ روستو مخي ته راغلي، پيټروليم ډيلرز ايسوسي ايشن صدر خلقو ته خپلو ګاډو کښي پيټرول پوره کولواپيل کړے، وئيلي دي چي حکومت سره مزاکرات کښي هيڅ نتيجي مخي ته نه دي راغلي، ځکه مونږ په هړتال کولو مجبوره شوي يوو.
حکومت ترمينځه د مزاکراتو ناکامي روستو پيټروليم ډيلرز ايسوسي ايشن په پنځمه جولائۍ سحر شپږ بجونه ټول ملک کښي د پيټرول پمپونو بندولو اعلان کړي
د ايسوسي ايشن صدر عبدالسميع خان اعلان کړي چي د هړتال دورانيه د يوې ورځي نه زيات ممکن نه ده او ډيلرانو ته وئيلي شوي چه تر څلورمي جولائي پوري دي پيټرول پمپونو باندي ايسار شۍ
د عبدالسميع خان وينا ده چي تر سبا پوري به ټول ملک کښي پمپونه اوچيدل شروع شي، او چي ترڅو
حکومت خپله فيصله واپس وانخلي، نو هيڅ قسمه مزاکرات به نه کيږي
پيټروليم ډيلرز ايسوسي ايشن صدر خلقو ته اپيل کړي، چه په خپل ګاډو کښي پيټرول پورا کړي
دډيلرز ايسوسي ايشن صدر وائي چي وزير خزانه ،چئيرمين ايف بي آر او چئيرمين اوګرا سره ملاقاتونه شوي، ولي دي مزاکرات کښي هيڅ نتيجي نه دي راغلي، دغه وجه ده چه مونږ په هړتال کولو مجبوره شوي يوو، وائي چي ډبل ټيکسيشن د آئين خلاف ورزي ده