دخيبرپښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې اوس به پرېکنده جنگ ته ځو چې په ځواب کې دحکومت صلاح کار رانا ثناءالله وايي داحتجاج دمخنيوي لپاره به انتظامات هم غير معمولي وي.
پيښور کښې يوې دستورې ته په وينا کښې علي امين ګنډاپور وويل چې د هر څه يو ټاکلے وخت دے، دا ځل به فيصله کوونکي جنګ ته ځو، که واپس نه شو نو زمونږ جنازې به هم ولولئ۔ په موږ کې وينه سور ده، سور رنګ په دې مانا چې د انقلاب وخت به ډېر ژر راشي.
بل لوري ته د وزيراعظم دسياسي چارو صلاح کار رانا ثناءالله وئيلي دي چې که پي ټي ائي د احتجاج کوم غيرمعمولي پروگرام جوړ کړو نو دهغه دمخنيوي لپاره به زمونږ انتظامات هم غير معمولي وي. نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل 3 لكه خلق هم پخپله پي ټي آئي نه شي جوړولې نو د 20 نه تر 25 زره نه زيات خلق به هيڅكله هم نه شي جمع كولې۔ رانا ثناءالله وئيلي دي چې نه به د 9 مينې تيل وي، نه به راده ډانس کوي، د پي ټي آئي د داسې خوبونو په ليدلو هيڅ پابندي نشته. رانا ثناءالله زیاته کړه چې که په راتلونکې یوه میاشت کې د تحریک انصاف بانی خوشې کیږي نو د تحریک انصاف د دې تحریک مقصد څه دی؟