Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مارچ 12, 2026

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026

    د کوز جنوبي وزیرستان تحصیل برمل اعظم ورسک کښې آرمي پبلک سکول باندې د ترهه ګرو حمله ناکامه

    مارچ 11, 2026

    آپريشن غضب للحق کاميابۍ سره جاري، 641ترهه ګروژلي شوي، عطا الله تارړ

    مارچ 11, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    پنجشنبه, مارچ 12, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

      مارچ 12, 2026

      پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

      مارچ 12, 2026

      د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

      مارچ 12, 2026

      آپريشن غضب للحق کاميابۍ سره جاري، 641ترهه ګروژلي شوي، عطا الله تارړ

      مارچ 11, 2026

      د افغان عبوري حکومت د جارحيت او ترهه ګرو خلاف غضب للحق آپريشن کاميابۍ سره جاري

      مارچ 11, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      افغانستان کښې د ترهه ګرو خلاف آپريشن غضب للحق جاري،د افغان طالبانو پنځه سوه درې اتيا اهلکار وژلي شوي، اووۀ سوه، پنځه نوي ژوبل

      مارچ 8, 2026

      عطا تارړ په افغانستان کښې ترهه ګرو خلاف د آپريشن غضب للحق تازه تفصيلات جاري کړې

      مارچ 6, 2026
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

      فبروري 10, 2026

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025

      د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

      اکتوبر 5, 2025

      د دبئي شهزادي مهره د مراکش امريکې سندرغاړې سره کويدن کړې

      اگست 31, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » افغانستان د پاکستان خلاف ترهه ګرو حملو مخنيوي لپاره اقداماتو کولو وعده کړي
    افغانستان

    افغانستان د پاکستان خلاف ترهه ګرو حملو مخنيوي لپاره اقداماتو کولو وعده کړي

    سپتمبر 23, 2023Updated:سپتمبر 26, 2023څرگندونې نشته4 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    افغانستان د پاکستان خلاف ترهه ګرو حملو مخنيوي لپاره اقداماتو کولو وعده کړي
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    پشاور: سفارتي سرچينو دامريکا غږ انګريزۍ څانګې ته وئيلي دي چې  دافغانستان طالبانو  وعده کړې ده چې  دګاونډي پاکستان  خلاف به دشدت خوښو  دترهه ګرو حملو دمنصوبه بندۍ  دهلو ځلو مخه نيسي.

    ددغو خبرو نه خبر سرچينو وئيلي دي چې دغه باور  دزيارت په ورځ  په کابل کښې  دپاکستان دلوړې کچې  ديو وفد اؤ طالبانو دخارجه وزير اميرخان متقي ترمينځ په يو دوه اړخيزه ملاقات کښې ورکړے شوے دے.

    دافغانستان لپاره دپاکستان خصوصي  نمائنده  اصف دراني  دپاکستاني وفد مشري  کړې ده، په دې وفد کښې  دنورو ترڅنګ  اعلي  عسکري  چارواکي هم شامل وؤ. دغه سفر په داسې حال کښې شوے دے چې په پاکستان کښې  دسيکورټي فورسز خلاف  په خونړو حملو کښې اضافه شوې ده.

    دوحدت ورځپاڼې ديو رپورټ ترمخه  پاکستاني ډلې  افغان چارواکو ته وئيلي دي چي  دټي ټي پي په بريدونو کښې په سوونو پاکستاني ځواکونه او منسوبين وژل کيږي او دوي په افغانستان کښې  خوندي ځايونه لري،همدغه شان افغان چارواکو ته دا هم وئيل شويدي چې  دوي دافغان خاورې ( دپاکستان خلاف) په  استعماليدو اندېښنه لري.

    کالعدم تحريک طالبان پاکستان  دزياتره تشدد ذمه واري منلې ده، اسلام اباد  دعوه لري چې  دوه کاله وړاندې په کابل کښې دطالبانو اقتدار ته دراستنيدو وروسته  په افغانستان کښې دپټو ټي ټي پي مشرانو او جنګياليو لخوا دپولې پورې غاړې حملو کښې شدت راغلے دے.

    دتير کال دنومبر دمياشتې راهسې دپاکستان حکومت سره دجنګبندۍ دمعاهدې ختمولو وروسته ټي ټي پي خپلو جنګياليو ته په ټول پاکستان کښې په سيکورټي فورسز دحملو کولو حکم کړے ؤ دکوم وروسته چې په ترسره شوو ترهه ګرو حملو کښې دسلګونو په شمير کښې  پاکستاني پوليس او  دسيکورټي فورسز ځوانان وژل شويدي.

    سرچينو امريکا غږ ته وئيلي دي چې  دزيارت په ورځ  په خبرو کښې  زيات زور دټي ټي پي په معامله ؤ  څوک چې دپاکستاني طالبانو په نوم هم پيژندل کيږي، افغانستان ته وئيل شويدي چې  دټي ټي پي لخوا دپاکستان خلاف دافغان خاورې استعمال داسلام اباد لپاره يو سخت تشوېش پاتې شوے دے.

    دوضاحت کولو نه بغير سرچينې وئيلي چې دکابل چارواکو دټي ټي پي دهلو ځلو  دمخنيوي لپاره دکلکو اقداماتو پورته کولو باور ورکړے دے.

    په غونډه کښې دا فيصله هم شوې ده چې  دپاکستان او افغانستان ترمينځ  په خواوشا ٢٦٠٠ کلو ميټره شريکه پوله  به  دامنيتي صورتحال په اړه باضابطه صلاح مشوره هم کولے شي.

    په داسې حال کښې چې دپاکستان حکومت تر دې مهاله ددغو خبرو تفصيلات نۀ دي جاري کړي،  دطالبانو دخارجه وزير  دفتر دهغه په حواله وئيلي دي چې  هغه  ددواړو ملکونوترمينځ دداسې اولسي بيانونو جاري کولو نه دډډې کولو په ضرورت زور راوړے دے دکوم په سبب چې دوه اړخيزه بداعتمادي سيوا کيږي.

    دطالبا نو مشر ډيپلوميټ وئيلي چې  چاته به هم ددواړو ملکونو ترمينځ  دتعلقاتو خرابولو اجازت ورنکړے شي.

    طالبان دا تور ردوي چې ګنې هغوي چاته   نورو ملکونو ته دخطر راولاړولو لپاره دافغانستان دخاورې  داستعمالولو اجازت ورکوي.

    پاکستاني چارواکو ددې نه وړاندې دعوه کړې  ده چې هغوي دافغان چارواکو سره  دهاغو مشکوکو افغان جنګياليو ويډيو ثبوت او مړي شريک کړيدي چې  اوس اوس  دلوړې سطحې په ترهه ګرو حملو کښې دټي ټي پي دجنګياليو سره شريک شويدي او پاکستاني سيکورټي فورسز وژلي دي.

    امريکې  ټي ټي پي دنړيوالو ترهه ګرو پخپل فهرست کښې شامله  کړې ده.ددې ډلې قيادت  دافغان طالبانو دګوشه نشين مشر ملا هبة الله اخندزاده سره  دعامې وفادارۍ لوظ کړے، ټي ټي پي دپاکستان په سرحدي علاقو کښې په کال ٢٠٠٧م کښې راپورته شوې وه  اؤ  دامريکې په مشرۍ په افغانستان کښې دنيټو فوجيانو خلاف ئې دطالبانو سره څنګ په څنګ جنګ کړے دے.

    دافغانستان لپاره دامريکې خصوصي نمائنده ټام ويسټ  تيره هفته  په واشنګټن کښې يو سيمينار ته دخطاب په وخت وئيلي وو چې ټي ټي پي  هاغه ډله ده چې  دسيمې  استحکام ته ئې  لويه خطره راولاړه کړې ده  اؤ هغوي  دپاکستان خلاف   اوس اوس په حملو کښې ډيره اضافه راوستې ده.

    اصف دراني پاکستان خلاف ترهه ګرو حملو مخنيوي تحريک طالبان پاکستان
    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهپېښور پوليسو او اشتهاري ملزمانو تر مينځه مقابله کښې يو اشتهاري ملزم مړ شوے
    بله مقاله بجلۍ غلا کونکو پرضد آپريشن کښې 7ارب نه سيوا روپے وصول
    Sajjad Ali
    • Website

    مربوطه لیکنې

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مارچ 12, 2026

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د کوز جنوبي وزیرستان تحصیل برمل اعظم ورسک کښې آرمي پبلک سکول باندې د ترهه ګرو حمله ناکامه

    مارچ 11, 2026
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مارچ 12, 2026

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026

    د کوز جنوبي وزیرستان تحصیل برمل اعظم ورسک کښې آرمي پبلک سکول باندې د ترهه ګرو حمله ناکامه

    مارچ 11, 2026
    سرلیکونه
    سر خبر مارچ 12, 2026

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مشرقِ وسطیٰ کشيدګي، وزيراعظم شهباز شريف په مختصر دوره  سعودي عرب ته رسيدلې، وزير اعظم…

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024120 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024117 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024105 Views
    د مدیر انتخاب

    وزيراعظم شهبازشريف په اهم او مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې

    مارچ 12, 2026

    پاکستاني وفد په ذاتي حيثيت کښې د افغانستان دوره کړې ،ترجمان دفترخارجه

    مارچ 12, 2026

    د باني پي ټي آئي نجي هسپتال ته منتقلۍ درخواست مسترد

    مارچ 12, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.