د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۱مه، د پاکستان امنیتي ځواکونو د پاک-افغان پولې ته نږدې د بریالي عملیاتو په ترڅ کې یو افغان جاسوس هغه مهال وواژه چې غوښتل یې افغانستان ته وتښتي. د سرچینو په وینا، وژل شوی ترهګر د محمد خان احمد خیل په نوم پیژندل شوی، چې د حاجي محمد قاسم دوران خان زوی دی.
۴۸ کلن محمد خان چې د عبدالله په نوم هم پیژندل کیږي، د افغانستان د پکتیکا ولایت اوسیدونکی و او د افغانستان د استخباراتي ادارې لپاره یې په پاکستان کې کار کاوه. د وژل شوي ترهګر له قبضې څخه د افغانستان د هویت کارت هم ترلاسه شوی، چې د هغه د افغان تابعیت ثبوت وړاندې کوي.
محمد خان له افغانستان څخه د پاکستان په قلعه سیف الله، ژوب او لورالایي سیمو کې ترهګرو ته وسلې او مهمات قاچاق کول. دا وسلې په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې کارول شوې وې، چې په هیواد کې یې د سولې او نظم وضعیت ته جدي زیان رسولی و.
د دفاعي کارپوهانو په وینا، په پاکستان کې د ترهګرۍ جوړښت له تیرو څو کلونو راهیسې له افغانستان څخه راځي. پاکستان په وار وار د افغانستان موقت حکومت ته د ترهګرۍ په اړه کره شواهد وړاندې کړي دي، خو افغان حکومت د بهرنیو ترهګرو پر وړاندې د کوم اغیزمن اقدام په کولو کې پاتې راغلی دی.
پاکستان د افغانستان څخه د نفوذ او ترهګرۍ د ګڼ شمېر پیښو په اړه کره شواهد لري، چې یو ځل بیا د افغان حکومت تشې ادعاوې افشا کوي. کارپوهان وايي چې افغان حکومت باید خپله دوه ګونی ستراتیژي پریږدي او د بهرنیو ترهګرو د ځپلو لپاره ګامونه پورته کړي ترڅو په سیمه کې سوله راشي.