د افغانستان سټار کرکټر او نامتو سپينر بالر راشد خان د ژوند نوې سفر شروع کړو، وادۀ ئې کړې او دې حوالې سره افغان سرښار کابل کښې يوه خوندوره دستوره هم شويده ۔
د راشد خان واده د پښتنو د رواياتو مطابق شوے ، د راشد خان واده تصويرونه او او ويډيوز په سوشل ميډيا هم وائرل شوي دي ۔
د ژوند په نوې سفر شروع کولو راشد خان ته د ټولې نړۍ نه د اومبارکۍ پيغامات ورکول کيږي ۔
افغانستان کرکټ ټيم لوبغاړو د ناوک راشد خان سره تصويرونه ويستي،کوم چې په سوشل ميډيا وائرل شويدي ۔
د راشد خان د وادۀ دستوره کښې د طالبانو حکومت اعلیٰ چارواکو شرکت نۀ دې کړې ، په دې اړه په سوشل ميډيا بحث شروع شوے او طالبانو حکومت ته ئې بدې ردې وئيلي دي ۔