د بونير په طوطالۍ سيمه کښې د نامعلومه وسله والو په ډزو کښې د سي ټي ډي سب انسپکټر مسکين زاده خان شهيد شوې دې، د پېښې نه پس پوليس سيمه کښې ناکه بندي کړې او د ملزمانو د نيولو لپاره ئې لټوني عمليات پيل کړيدي، پوليس وينا مطابق شهيد شوې اهلکار ساده جامو کښې په ډيوټۍ وو چې نامعلومه وسله والو په نښه کړې ۔
بونير: افسوس ناکه پيښه د ضلع بونير کلي واله سيمه طوطالۍ په مداخېل سيمه کښې رامخي ته شوې ده ۔
د پوليس وينا ترمخه د سي ټي ډي سب انسپکټر مسکين زاده خان په ساده جامو کښې په ډيوټۍ وو، چې ناڅاپه نامعلومه ترهه ګرو پرې ډزې اوکړې چې پکښې هغه په موقع شهيد شوې دې ۔
د پېښې نه سمدستي پس طوطالۍ پوليس سيمې ته رسېدلي، ټولې داخلي او خارجي لارې ئې تړلي او د ملزمانو د نيولو لپاره ئې پراخه لټوني عمليات پيل کړي دي ۔
د پوليس وينا ده چې د بريد کوونکو د نيولو لپاره ټولې هڅې روانې دي او د پېښې پلټنې هم له بېلابېلو اړخونو نه دوام لري ۔

