بلوچستان کښې ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز مشترکه آپريشن شعبان په اوومه ورځ هم جاري، تازه کاروائۍ کښې نور پنځۀ ترهه ګر وژلي شوي، چې ورسره د وژلي شوي ترهه ګرو شميره يو سل نهه ته رسيدلي ده، بلخوا داخله وزير محسن نقوي بلوچستان کښې د پاک فوج، ايف سي او پوليس د آپريشن شعبان دوران کاميابې کاروائيانې ستائلي دي ۔
سيکيورټي ذرائعو وينا ترمخه بلوچستان کښې د ترهه ګرو خلاف د پاک فوج، ايف سي او پوليس مشترکه آپريشن شعبان پوره قوت سره دوام لري ۔
ذرائعو وئيلي چې آپريشن شعبان کښې نور پنځۀ ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي چې ورسره تير اووۀ ورځو دوران د وژلي شوي ترهه ګرو شميره يو سل نهه ته رسيدلې ده ۔
ذرائعو زياته کړې چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان مختلفو علاقو کښې په غريزو سيمو او لرې پرتو لارو کښې پټ شوي ترهه ګر آپريشن شعبان دوران په نښه کوي ۔
بلخوا داخله وزير محسن نقوي بلوچستان کښې سيکيورټي فورسز ته آپريشن شعبان دوران کاميابۍ باندېۍ خراج تحسين وړاندې کړې او وئيلي دي چې ملک نه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره جاري کوششونو باندې ټول قام پاک فوج، ايف او پوليس ته سلام پيش کوي ۔
وزير داخله محسن نقوي دا هم وئيلي چې ترهه ګرو لپاره د پاکستان په زمکه هيڅ ځائې نيشته، ترهه ګرو خلاف به د امنيتي ادارو کاروائيانې جاري وي ۔

