پي ډي اېم اے د خېبر پښتونخوا په برنو غريزو سيمو کښې د ګليشيائي جهيلونو د چاودېدو خبرداری جاري کړې او دې لړ کښې ئې متعلقه ادارو ته د چمتو اوسيدو هدايات هم جاري کړيدي ۔
پيښور: د پي ډي اېم اے ترجمان وينا ترمخه د سختې ګرمۍ او راتلونکې هفته کښې متوقع بارانونو لوجې د خېبر پښتونخوا غريزو سيمو کښې د خطرې انديښنه ده ۔
ترجمان وئيلي دي چې ګليشيئر ويلي کيدو لوجې اپر او لوئر چترال، سوات، بحرين، اپر دير، کوهستان او مانسهره کښې د ګليشيايي جهيلونو د چاؤدېدو، ناڅاپي سېلابونو او لينډ سلاييډنګ خطره زياته شوې ده ۔
پي ډي ايم اے ترجمان وئيلي چې متعلقه ادارو او رسکيو ټيمونو ته د الرټ اوسيدو هم هدايات جاري شوي ، او سيلانيانو او اولس ته د غير ضروري سفر نه ډډه کولو خواست هم شويدې ۔

