د پيسکو له اړخه وئيلے شوي چې سياسي کارکن ملک شهاب په زبردستۍ رحمان بابا ګريډ سټيشن ته سره د يو شمير مظاهرچيانو داخل شوے وو، او د ميره کيچوړي فيډر ئي چالو کړے، په کوم فيډر چې دري اتيا فيصده پورې غلا کيږي
دپيسکو ترجمان وئيلي دي چې مقامي سياسي مشر ملک شهاب سره دخپلو سياسي کارکنان په زبردستۍ رحمان بابا ګريډ سټيشن ته داخل شوے وو او په زور زياتي ئې په فيډر بجلي چالو کړه چې ورسره د نورو فيډور بجلي هم متاثره شوه
دپيسکو ترجمان وئيلي چې مقامي سياسي مشر ملک شهاب اود نورو يو شمير کارکنانو په ضد به قانوني کاروائي کولے شي، ځکه چې ګريډ سټيشن ته په غير قانوني توګه داخليدل او د لاسز فيډر چالو کول غير قانوني اقدام دے