آستانه کښې د سنګهائي تعاؤن تنظيم سربراهي اجلاس جاري دې، وزيراعظم شهبازشريف اجلاس ته خطاب کړې او وئيلي دي چې ايس سي او تنظيم د منطقې د اولس سماجي او معاشي ترقې لپاره غوره کردار ادا کوي، زمونږ چيلنجونه مشترکه دي، مونږ له به د ترقې او خوشحالې لپاره کار کوؤل وي، افغانستان کښې پائيدار امن زمونږ مشترکه هدف دې، افغان حکومت دې باوري کړې چې د افغانستان خاوره به د بل هيواد خلاف استعمال نشي،
د وزيراعظم وينا وه چې پاکستان د محل وقوع په بنياد د تجارت لپاره يو موثر لاره ده، د سي پيک
په ذريعه د ترقې منزل په لور روان يوو،
وزيراعظم په افغانستان غږ کړې چې د ترهه ګرې خلاف موثر اقدامات پورته کړي، او يقيني دې کړې چې د افغان خاوره نورو هيوادونو کښې د ترهه ګرې لپاره استعمال نشي، د افغانستان حکومت سره به بامعنې مذاکرات کوؤل وي، چې لوجې ئې د افغان اولس مسائل حل شي
وزيراعظم شهبازشريف مخکښې اوئيل چې غزه کښې انسانيت سوز ظلمونه جاري دي، مونږ له به د سلامتي کونسل په قراردادونو عمل درآمد کوؤل وي، د اسلاموفوبيا او لسانيت خلاف آواز اوچتول دي