سيکورټي ذرائعو د اپريشن عزم استحکام په اړه وضاحتي بيان جاري کړي ، وائي چې اپريشن عزم استحکام فوجي اپريشن نه غلط تاثر اخستے شوے،د ماضي په رنګ چرته هم ترهګرو خپله عملداري نه ده جوړه کړي او دا چې د ترهګرۍ سره تړلي جرمونه د سمګلنګ مخنيوي لپاره پاليسۍ نه غلط مطلب اخستے شوے.
سيکورټي ذرائعو نه ترلاسه شوي معلوماتو ترمخه اپريشن نه کيږي،نه څوک کورونو نه ويستل کيږي،او دا چې د منشياتو مخنيوي او ترهګرو ته سزا ورکولو لپاره به موثره قانون سازي کولې شي.
سيکورټي ذرائعو دا هم وئيلي چې ترهګر خوارج دي، دوي سره مذاکرات نه کيږي، بلکه خپل انجام ته به رسولے شي، عزم استحکام د لاري به د منشياتو جرړي ويستے شي،او دا چې د پائيدار امن جوړؤلو لپاره به ضروري حکمت عملي تيارولے شي.