خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې امن وامان خراب صورتحال ، د بجلئی په ټاور کې کار کوونکي ديارلس مزدوران اغوا شوي دي،.چي پکښي نهه خوشي کړے شوي ،څلور لا تر اوسه اغوکارو سره دي ، د مزدورانو تعلق پنجاب سره ښودلي کيږي.
د ټانک سره نزدې په تاتور کلي کې نامعلومه وسله والو لخوا مزدوران هغه مهال اغوا شول، کله چې د طوفاني بادونو لوجې مزدورانو په ټرانسميشن لائن کار کولو ، د مزدورانو تعلق د پنجاب سره دی. ولي وروستو اغواکارو نهه تنا مزدوران خوشي کړل او څلورمزدوران اغواکاروخپل ځان سره بوتلي . د ضلعي پوليس افسر عبدالسلام خالد مطابق پوليس د مزدورانو د خلاصولو اقدامات شروع کړي دی۔ تر دې دمه د پېښې ذمه واري چا نه ده قبوله کړي