د عوامي نيشنل ګوند صوبائي صدر ميا افتخار حسين وئيلي دي چې پنجاب د ترهګرو ماسټر مائينډ او ګړهه دے که چري د اپريشن ضرورت وي نو اغاز دې د پنجاب نه اوکړے شي هغوي د اپريشن عزم استحکام مخالفت کړے،
باچا خان مرکز کې د ګورنر سره په ګډه يو خبري غونډې ته د وينا په وخت د ميا افتخار حسين وينا وه چې د اپريشن کولو فيصلې نه وړاندې وفاقي حکومت او اسټيبلشمنټ له پکار وو چې هغوي سياسي قيادت او پارليمنټ په اعتماد کې اخستے وے،
د هغوي وينا وه چې په خيبر پښتونخوا کې ترهګر دوباره اباد کولو کې د جنرل فيض او د پي ټي ائي اهم کردار وو،چې کوم ايپکس کميټي کې د اپريشن فيصله شوي په هغي کې د خيبر پښتونخوا وزيراعلي موجود وو، پکار وه چې هغه د دې مخالفت کړے وے، يو طرفته د اپريشن مرسته او ملاتړ کيږي نو بلخوا پي ټي ائي په قومي اسمبلۍ کې احتجاج کوي، قوم ته د هغوي دغلاپن په ډاګه شوے دے