د شمالي وزیرستان په میرعلي بازار کې نامعلومو وسله والو په پوځي ګاډو لاسي بم حمله کړې چې پکې سیکیورټي فورسز ته څه قسمه ځاني نقصان نه دې رسېدلی ولې اووه عام وګړي ژوبل شوی دی.
سیکیورټي ذرایع نه ترلاسه شوي معلوماتو مطابق مین میرعلي بازار کې نامعلومو وسله والو په پوځي قافله کې شامل ګاډو باندې دوه لاسي بمونه ګوزار کړي کوم چې د پوځي ګاډو په ځای په سویلین ګاډو لګېدلي. پېښه کې دوه سویلین ګاډی متاثر شوی دی او اووه عام وګړي ژوبل شوی دی چې پکې یو ماشوم هم شامل دې. ژوبل کسان میرعلي هسپتال ته منتقل کړے شويدی. د ډاکټرانو په وينا د ټولو ژوبلو حالت د خطرې نه بهر دې.