دسوات مدين پيښي تحقيقاتو لپاره جوائنټ انويسټي ګيشن ټيم جور کړي شوي، جے آئي ټي کښي به داسپيشل برانچ اوپوليس سينئر افسران شامل وي اود دي مانيټرنګ به ډي آئي جي ملاکنډ کوي، بلخواددي پيښي په مقدمه کښي دوه زره کسان نامزدکړي شوي ، دملزمانوخلاف کارروائي لپاره د متعلقه کسانوسيلولر ډيټا او شناخت لپاره به دنادرا مرسته ترلاسه کولي شي.
زرائع وائي چه خيبر پښتونخوا پوليس مدين کښي رامخي ته شوي پيښي پلټنو لپاره لس رکني جے آئي ټي جوړه کړي ، کوم کښي چي داسپيشل برانچ اوسينئر پوليس افسران شامل کړي شوي اودچه د دي مانيټرنګ به ډي آئي جي ملاکنډ کوي
بلخواډي پي او سوات وائي چې د مدين واقعې په اړه جوړه کړے شوي کميټۍ کې د ضلعي سيکورټي برانچ، ائي بي،او د ائي ټي ماهرين هم شامل کړے شوي دي،کوم به چې د واقعي اصل معلومات ترلاسه کوي،دغه کميټي به روستو خپل رپورټ ائي جي او وزيراعلي ته وړاندې کوي،
وئيلي کيږي چي ددي پيښي مقدمه کښي دوه زره کسان نامزدکړي شوي ، کارروائي لپاره دمتعلقه کسانوسيلولر ډيټا او شناخت لپاره به دنادرا مرسته ترلاسه کولي شي
ابتدائي رپورټ کښي وئيلي شوي چه د پيښي ځائے ته هيڅ يوسياسي اعلي شخصيات نه وو راغلي او دا چي جهړپ کښي يوولس کسان او پنځه پوليس اهلکار ژوبل شوي دي،رپورټ زياتوي چي راپاريدلي مظاهرچيانو دوه موټر سائيکلي او پنځه ګاډي سوزلي دي
دپيښي په حواله رپورټ کښي دا هم وئيلي شوي چه مدين پوليس د هجوم قابوکولو لپاره نفري غوښتي وه ، ابتدائي تځقيقات کښي دا خبره هم مخي ته راغلي ده چي پوليس ايس ايچ او ملزم محفاط ځائے ته منتقل کولو کښي ناکامه شوي وو