وزيراعلي خيبر پښتونخوا د لوئے اختر حوالې سره سيکورټي او د صفائي لپاره جوړ پلان باندې د عمل يقيني کولو لپاره هدايات جاري کړي،خپل بيان کې وئيلي چې د اختر او سيلګرۍ مقاماتو لپاره دې د سيکورټي خصوصي انتظامات اوکړے شي،
خپل بيان کې وزيراعلي خيبر پښتونخوا وئيلي چې ټولې اداري دې او په خاصه توګه پوليس ، ټورازم پوليس، ريسکيو ، ډبليو ايس ايس پي ميونسپل اداري دې د اختر په ورځو کې خپله ډيوټي په صحيح معنو کې يقيني کړي،او سياحتي مقامات طرفته تلونکو خلقو لپاره دې د ټريفک پشمول ټول انتظامات پورا کړے شي، وزيراعلي بيان مطابق دې لړ کې ټولو متعلقه ادارو ته د سي ايم سيکرټريټ لخوا هدايات هم ليږلې شوي،او هغه پخپله د دې ټولو انتظاماتو کره کتنه کوي