لکي مروټ وانډه سيمي علاقه کښي په کور مارټر ګوله غورځيدلي، پيښه کښي يو شمير څاروي وژلے شوي ، د علاقي خلکو احتجا ج کړے او بنو ميانوالي روډ ئي ټريفک لپاره بند کړے وو
مظاهرې قيادت مقامي اصلاحي کمټۍ مشرانو کريم خان او رضا خان کولو۔ مظاهرې ته په خپل خطاب کې مقررينو وينا وه چې دي نه وړاندي هم علاقه کښي بي ګناه څلور تنان ماررټر ګوله غورزيدو لوجې شهيدان شوي وو، ولي مونږ ته انصاف نه دے ميلاو شوے ، تر اوسه پوري علاقه کښي د بمباري لوجي ديرش څاروي وژل شوي دي ۔ مشرانو زياته کړه چي ترهه ګرۍ نه تنګ شوي يو ، تير يو کال نه زمونږ کاروبار په ټپه ولاړ دے ، غرونو ته په تګ پابندي لګول شوي ،مظاهرچيانو زياته کړي چي سيمه کښي دي امنيت بحال کړے شي، او فوري توګه دي د نقصاناتو معاوضه ورکړے شي ۔