دخيبر پښتونخوا د وزير اعلي سردار علي امين ګنډا پور په هداياتو صوبه کښي د نشه ايز موادو مخنيوي لپاره وزيراعلي سيکرټريټ کښي کنټرول روم جوړ کړے شوے دے، د وزيراعلي سيکرټريټ له اړخه دې لړ کښي اعلاميه هم جاري کړے شوې ده.
دجاري کړے شوې اعلاميې تر مخه دکنټرول روم د لارې به د نشې مخنيوي لپاره مختلفو متعلقه ادارو سره وخت په وخت رابطې ساتلے شي، دخيبر پښتونخوا وزير اعلي علي امين ګنډا پور څو ورځې وړاندې د نشه ايز موادو د مخنيوي په حواله جوړي شوې، غونډه کښي نورو منصوبو سره سره د کنټرول روم جوړولو اعلان هم کړے وو
د وزير اعلي علي امين ګنډا پور په مشرۍ کښي ترسره شوې غونډه کښي پېښور ښار کښي د نشه ايز موداو مخنيوي لپاره د ايکشن پلان منظوري هم ورکړےشوې وه چي پېښور ښار به ضرور د ګلونو ښار جوړولے شي