د خيبر پښتونخوا نګران وزير اعلی ریټائرډ جسټس سيد ارشد حسين شاه ډيره اسماعیل خان کښې د ترہ ګرو لخوا
په پولیسو د شوے حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړے او وئیلی دی چی ددے قسمه ناوړو پېښو له وجې د پوليسو حوصلے نه شی ماتیدلے.
د خيبر پښتونخوا نګران وزير اعلی ریټائرډ جسټس سيد ارشد حسين شاه د ډيره اسماعیل خان په تحصیل درابن کښې دپوليسو په تانړه د ترہ ګرو لخوا د شوے حملې په سختو ټکو کښې غندنه او په دے کښي د شهيد شو ځوانانو په مړينه د ژور غم او افسوس څرګندونه کړي ده.وزير اعلی د شھداء د اوچتو درجاتو او ژوبلو اھلکارو د روغ صحت لپارہ دعاھم کړيده.نګران وزير اعلی ریټائرډ جسټس سيد ارشد حسين شاه وئیلی دی چی صوبه کښي د امن و امان په ځائے ساتلو دپارہ به دپوليسوقربانئ تل ياد ساتلے شی او ددے قسمه ناوړو پېښو له وجې د ھغو حوصلے نه شی ماتیدلے ۔ وزیراعلی زیاته کړے چی ټول قام د پوليس فورس سره اوګه په اوګه ولاړ دے او حکومت به دشھیدانو د لواحقینو ھر ممکن امداد کوی.