د اليکشن په ورځ د انټرنيټ د بندش هيڅ تجويز نه دي زير غور، د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه وضاحت، واي چي که انټرنيټ بند هم شو، بيا هم زمونږ اي ايم ايس به فعاله وي.
په اتمي فروري باندي د انټرنيټ ممکنه بندش متعلق د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه وضاحتي بيان راغلي، چيف اليکشن کمشنر ويلي چي د پولنګ په ورځ د انټرنيټ شټ ډاون تجويز نه دي زير غور، خو که د څه تکنيکي يا امن وامان صورتحال په وجه انټرنيټ بند هم شي ، بيا هم زمونږ اي ايم ايس به فعاله وي، دي نه وړاندي نګران وزير اطلاعات مرتضي سولنګي يو بيان کي ويلي وو چي د اليکشن په ورځ د انټرنيټ فعاله پاتي کيدو ګارنټي نشم ورکولي.